کرزی وایې د ترهګرو له منځه وړل جدي مبارزې ته اړ تیا لري نه د بمونو غورځولو

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي د امریکا له لوري د بمونو د مور بم کارونې درانه زیانونه اړولي دي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي چې نن یې په مسکو کې د ترهګرۍ ضد په نړیوال کنفرانس کې خبرې کولې ویلي، چې ترهګر په بمونو نه ورکېږي، بلکې له دغه پدېدې سره رښتینې او عملي مبارزه په کار ده.

نوموړي زیاته کړې چې په افغانستان کې د امریکا له لوري د ستر بم کارونه پخپله کولی شي ترهګري پياوړې کړي، په داسې حال کې چې دوی یې د بم د کارولو موخه د ترهګرو ځپل ښودلي دي.
دده په باور د امریکا دغه برید په سیمه کې چاپېریال او انساني ژوند ته پراخ زیانونه اړولي، چې د پرمختللې تکنالوژۍ او امکاناتو د نه شتون له امله افغانستان ددغو زیانونو څرنګوالی نه شي معلومولی.
دده په وینا سیمه لا هم د امریکا يي ځواکونو په لاس کې ده او هېچا ته هلته د ورتګ اجازه نه ورکوي، ځکه امریکا نه غواړي نړۍ د دوی دغه ستر ظلم وویني.

Leave a Reply

Your email address will not be published.