کرزی: پاکستان دې ژر تر ژره پر کونړ خپل بریدونه ودروي

کرزی: پاکستان دې ژر تر ژره پر کونړ خپل بریدونه ودروي

محور؛ پنجشنبه، د وږی میاشتې ۷ مه:

د افغانستان مخکېني ولسمشر حامد کرزي د کونړ ولایت په یو شمېر سیمو د پاکستانیو ځواکونو راکېټي بریدونه غندلي دي.

د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان دغه اقدام او کار د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا نقضوي او د نړیوال اصول تر پښو لاندې کوي.

هغه پر پاکستان غږ کړی دی چې ژر تر ژره خپل بریدونه ودروي.

نوموړي څرګنده کړې چې پاکستان باید له افغانستان سره د ورور په حیث چلند وکړي.

پاکستانیو ځواکونو له تېرو څوو ورځو راهېسې د کونړ ولایت یو شمېر سیمې په راکېټونو ایشتلې وې چې په پایله کې يې ۳ ماشومان شهیدان شوي وو او ۶ ټپیان دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.