د کرکټ نړیوال جام افغانستان ته راورسېد

د کرکټ نړیوال جام افغانستان ته راورسېد

د ۲۰۱۹ زېږدیز کال نړیوال جام نن سهار وختي افغانستان ته راوړل شوی دی

افغان کرکټ بورډ وايي، نړیوال جام به له کابل وروسته بامیانو، هرات او کندهار ولایتونو ته انتقال شي

د کرکټ بورډ په وینا، افغانستان ته د کرکټ د نړیوال جام ټرافي په راتلو نږدې شپېته زره ډالر لګښت راغلی دی چې د کرکټ بورډ له بودیجې ورکول کېږي

دا جام به څلور ورځې په افغانستان کې وي، وړاندې د 2015 کال نړيوال کپ هم افغانستان ته راوړل شوی و.

Leave a Reply

Your email address will not be published.