نړیوال جام په ارګ کې

نړیوال جام په ارګ کې

ولسمشر محمد اشرف غني ارګ کې افغانستان ته د کرکټ نړیوال جام راوړلو په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل: د کرکټ نړیوال جام دوه ځله په دوره یي ډول افغانستان ته راوړل شو او هیله ده چې دا ځل به یې په خپلو کارنامو دوامدار راوړئ.

هغه د افغانستان د کرکټ لوبغاړي هغه واقعي اتلان بللي، چې هېوادوالو ته تل د خوښۍ او ویاړ احساس ورکوي. هغه زیاته کړه، فکر نه کوم د کرکټ هومره اجماع دې د بل څه په اړه موجوده وي او حکومت به خپل امکانات له دغو ملي اتلانو څخه درېغ نه کړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئیس عزیزالله فضلي ولسمشر ته په خطاب کې ویلي، له نېکه مرغه ستاسو په دوره کې د کرکټ نړیوال جام دوه ځله  افغانستان ته راوړل شو.  هغه زیاته کړه، د کرکټ نړیوال جام سیالۍ د لس هېوادونو په ګډون په ۲۰۱۹ کال په انګلستان کې پیلېږي او دا ځل به د کرکټ د دغو ملي اتلانو له برکته دغه نړیوال جام په حقیقي بڼه افغانستان ته راوړو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.