خلیلي: سولې شورا نه ده منزوي شوې

خلیلي: سولې شورا نه ده منزوي شوې

خلیلي: سولې شورا نه ده منزوي شوې

د سولې عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي ددې شورا د دارالانشاء د نوي رییس محمد عمر داوودزي د معرفۍ مراسمو ته په وینا کې وویل، دا باور ناسم دی چې خلک دې ووايي سولې شورا خپلو کارونو کې ناکامه ده

خلیلي طالبانو ته په خطاب کې وویل، مونږ له تاسو تسلیمي نه غواړو، تاسو راشئ دلته د پت او عزت سوله وکړئ.

د خلیلي په  وینا، سولې شورا د سولې لپاره له هر جوړ شوي بل بنسټ سره سیالي نه کوي

خلیلي وویل، سولې شورا داسې اسناد په لاس کې لري، ښکاره کوي چې دغې شورا د سولې بهیر بري او او هېواد کې د ولسي اجماع برخه کې زیات کارونه کړي

خلیلي ټينګار وکړ، چې د سولې عالي شورا د دارلانشاء نوي رییس په توګه د داوودزي معرفي کېدل به د سولې شورا ارزښت لا زیات او آغېزمن کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.