کشمیر کې نښته؛ هند وايي ۴ پاکستاني پوځيان یې وژلي

کشمیر کې نښته؛ هند وايي ۴ پاکستاني پوځيان یې وژلي

محور؛ جمعه، د زمري میاشتې ۲۵ مه:

د هند پوځي چارواکو ویلي، تېره ورځ ناوخته یې کشمیر کې ۴ پاکستاني سرتېري وژلي دي او دوه نور يې ټپیان کړي دي.

هندي چارواکو ټینګار کړی چې پاکستانیو ځواکونو کشمیر کې له اوربند سر غړونه کړې او دوی هم په برید لاس پورې کړی دی.

بلخوا پاکستانیو چارواکو ادعا کړې چې په ځوابي ډزو کې يې ۵ هندي سرتېري وژلي دي، د هند چارواکو بیا دغه ادعا رد کړې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.