کندز کې دیني عالمان هیواد کې د جګړې د پای ته رسېدو په اړه دعامه پوهاوي غوښتونکي دي .
دعلما شورا د نوي ریس د معرفي کېدو په موخه جوړې شوې غونډه کې د کندز والي ویلي چې په اوسنیو شرایطو کې علماء باید خلکو عامه پوهاوي په پار ګړنډي ګامونه واخلي څو د بې ګناه کسانو وژونو او د خلکو ځورونو ته د پای ټکی کېښودل شي.
غونډه کې ټينګار پردې شوی هغه ډلې چې د تنکیو ځوانانو په لاس ټوپک ورکوي ، خلک پرې وژني، پلونه، مدرسې او عامه ځایونه پرې ورانوي ددې څخه نورباید مخنیوی وشي.
د کندز د ولایتي شورا غړي مولوي خوش محمد نصرت یار هم ویلي چې علماء، ځوانان او په ځانګړي توګه د ټولنې هر وګړی دې خپله خاوره مور وبولي څو دغه روان ناورین ته د پای ټکی کېښودل شي.
ښاغلي نصرت یار پر علماوو غږ وکړ چې په همغږۍ سره دې تر یو چتر لاندې د سولې ثبات، عامه پوهاوي او په ځانګړي توګه د جګړې بندولو په پار یولاس شي.
خبریال؛ نور ګل اندړوال
Leave a Reply