افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه په دوو جلا جلا عملیاتو کې، د طالبانو دوه زندانه ماته کړي دي.
د پولیسو ځانګړو ځواکونو تېره شپه ناوخته په بغلان کې د طالبانو په یوه لوی زندان چاپه وهلې ده.
چاپه چې د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ لړخابیانو کلي کې وهل شوې، د طالبانو له زندان څخه 34 تنه زندانیان خوشې کړي کړي دي.
په خوشې شویو زندانیانو کې 7 تنه د ملي اردو، 7 تنه پولیس، درې د ملي امنیت سرتېري دي او 17 تنه یې ملکي وګړي دي.
بلخوا کندز هم افغان ځواکونو د طالبانو په زندان عملیات کړي دي.
افغان کوماندو ځواکونو تېره شپه د کندز ولایت آقتاش ولسوالۍ اړوند سیمو کې د طالبانو پر زندان چاپه وهلې ده.
چاپه کې 13 بندیان د طالبانو له بند خونې ازاد شوي دي.
Leave a Reply