د هېواد په شمالي کندز ولایت کې سلګونه مدني فعالانو او ځوانانو د بین الافغاني مذاکراتو او اوربند په موخه کمپاین پیل کړی دی.
ځوانانو له طالبانو غوښتي چې له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته کېني.
دوی ویلي، نه غواړي نور يې په سرونو معامله ترسره شي.
کندوز کې سولې ته د رسېدو او د ژر تر ژره اوربند ترسره کېدو لپاره ځايي خلکو او مدني فعالانو داسې کمپاین په لاره اچولی چې د موټریز کاروان له لارې د ښارونو او کندوز بیلا بیلو برخو ته د سولې پیغام ولېږدوي .
مدني فعالانو ویلي، د جګړې ښکېل اړخونه دې ژر تر ژره د ولس غږ ته مثبت ځواب ورکړي او سولې ته دې زړه ښه کړي.
د تېرو درې لسیزو جګړو کې په وجود نیمګړې شوي معیوبین وايي دوی د نابریالۍ او بې پایلې جګړې قرباني شوي او نه یې لوریږي چې نور د هېواد بچیان په بیلا بیلو نومونو ووژل شي.
د کندوز اوسیدونکي او مدني فعالان وايي اوس چې سیمه او نړۍ کې د افغانستان د جګړې د پای او سولې لپاره مهمه ناستې ترسره کیږي طالبان، افغان حکومت او امریکا باید له دې زیات ولسونه د جګړې اور ته پری نه ږدي چې قرباني شي .
Leave a Reply