کندز کې د طالبانو درنه مرګ ژوبله

کندز کې د طالبانو درنه مرګ ژوبله

تېره شپه وسله والو طالبانو د کندز ښار اړوند په خواجه پاک او تلوکې سیمو کې د افغان ځواکونو په پوستو بریدونه کړي دي.

شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردووايي، د طالبانو د تېرې شپې بریدونه یې په شا تمبولي دي.

د مسوولینو په خبره، له طالبانو سره د نښتې پر مهال، ۲۲ اورپکي وژل شوي او ۱۸ نور يې ټپیان دي.

ویل کېږي چې د طالبانو د تېرې شپې بریدونو کې د ملي اردو یو شمېر سرتېرو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی

Leave a Reply

Your email address will not be published.