کندهار او لوګر کې د ملي امنیت ځواکونو عملیات کړي دي

کندهار او لوګر کې د ملي امنیت ځواکونو عملیات کړي دي

د کندهار ولایت شاه ولیکوټ ولسوالۍ اړوند سیمه کې د ملي امنیت ۰۳ قطعې ځانګړي عملیات کړي، چې له امله یې ۸ طالبان وژل شوي دي.

 

سیمه ییزې سرچینې وايي، عملیاتو کې د طالبانو درې عراده موټرسایکل هم له منځه وړل شوي دي.

 

بلخوا لوګر کې هم تېره شپه د ملي امنیت ۰۱ قطعې ځانګړي عملیات ترسره کړي دي.

 

عملیات د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې ترسره شوي چې په پایله کې يې پنځه طالبان وژل شوي او یو شمېر یې ژوندي نیول شوي دي.

 

ملي امنیت ویلي: د کندهار او لوګر ولایتونو په عملیاتو کې ملکی وګړو ته هېڅ راز زیان نه دی اوښتی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.