کندهار ښار کې نن سهار دوه ښځینه پولیسې ترور شوې دي

کندهار ښار کې نن سهار دوه ښځینه پولیسې ترور شوې دي

محور؛ چهارشنبه، د وږی میاشتې ۶ مه:

نن سهار شاوخوا نهه بجې د کندهار ښار لومړۍ حوزې اړوند سیمه کې ناپېژانده وسله والو دوه ښځینې پولیسې ترور کړې دي.

د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي وایي، ناپیژندو وسله والو نن چهار شنبه سهار شاوخوا ۹:۰۰ بجې د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې اړوندد چوک مدد سیمه کې دوې ښځینه پولیسې چې ددغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې یې دنده درلوده، په ‌ډزو وژلې دي.

د بارکزي په خبره، وسله وال له بريد وروسته له سيمي تښتېدلي او دوی يې د پېښي په اړه پلټني پېل کړي دي.

بارکزی وایي له دې پیښې لس دقيقې وروسته نامعلومو وسله والو د کندهار ښار د اوومي حوزې اړوند له پنجوايي دوراهي سره پر تلاښي ولاړ یو پولیس ويشتلی او وژلی دی.

دغه راز تیره شپه د کندهار د ارغستان ولسوالي په توره ګاره سیمه کي د ملي پولیسو پر پیاده ګزمې د ماین چاودنه شوې چي په پایله کي یې درې پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي .

Leave a Reply

Your email address will not be published.