کندهار کې د انګورو حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي

 کندهار کې د انګورو حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي

کرنې وزارت ویلي سږ کال کندها رولایت کې د انګورو حاصلاتو کې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي رسنیو ته ویلي: کندهار کې د انګورو د حاصلاتو زیاتوالي لامل دغه ولایت کې د بڼوڼو زیاتوالی دی.

د رستمي په وینا، سږ کال به له کندهار ولایت څخه ۲۷۳ زره او ۶۰ مټریک ټنه انګور تر لاسه شي.

نوموړی وایي، دغه وزارت د نورو مېوو په پرتله انګورو ته ښه کورنی او بهرنی مارکېت لري: “د دې لپاره چې د انګور ډېره برخه په کارخانو کې په شنو او سرو انګور بدلېږي او دغه شان په تازه ډول هم بازار ته وړاندې کېږي، له کندهاره هندوستان، اماراتو او بېلابېلو ولایتونو ته یې د انتقال زمینه مساعده ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.