کندهار کې د ترورونو تر ټولو ګواښوونکې ډله ونیول شوه

کندهار کې د ترورونو تر ټولو ګواښوونکې ډله ونیول شوه

کندهار ولایت کې هغه ۳۰ کسیزه ډله ونیول شوه چې د کندهار په مرکز او یو شمېر نورو سیمو کې یې خلک ترور کول.

 

د کندهار والي حیات الله حیات وايي، د نیول شوې ډلې غړیو کندهار کې دولتي مامورین، قومي مشران او ملکي خلک ترور کول او په لویو لارو کې به یې ماینونه ځای پر ځای کول.

 

حیات ټینګار وکړ چې دغو کسانو ته د پاکستان په ځینو ښارونو کې پوځي ز ده کړې ورکړل شوې وې او د جګړو لومړیو کرښو ته یې لېږل.

Leave a Reply

Your email address will not be published.