کندهار کې د ستر موټر بم برید مخنیوی وشو

کندهار کې د ستر موټر بم برید مخنیوی وشو

د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو او د ملي امنیت منسوبینو کندهار ښار کې د یوې موټر بم چاودنې مخنیوی کړی دی.

کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي:  طالبانو یو مازدا موټر له ۴۰۰۰ کیلو ګرامو چاودېدونکو توکو ډک کړی و او غوښتل یې کندهار ښار کې چاودنه ورکړي چې موخې ته له رسېدو مخکې د پنځمې حوزې په اړوند سیمو کې ونیول شو.

د موټر بم انتقالوونکی هم د پولیسو لخوا وژل شوی  دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.