کندهار کې د طالبانو درنه مرګ ژوبله

کندهار کې د طالبانو درنه مرګ ژوبله

کورنیو چارو وزارت د کندهار په میوند ولسوالي کې د طالبانو پر یوه پټن‌ځای د عملیاتو خبر ورکوي.

 

کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکي، “د پولیسو ځانګړو ځواکونو د کندهار په میوند ولسوالي کې د طالبانو پر یوه پټن‌ځای شپني عملیات کړي چې ۱۷ طالبان یې وژلي او ۹ نور یې ژوندي نیول شوي دي.”

په خبرپاڼه کې د یو شمېر ماینونو د نیولو او خنثی کولو خبر هم ورکړل شوی دی.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.