وسله والو کسانو دکندهار په شاوليکوټ کي يو روغتيايي مرکز سوځولى دى. د کندهار د امنيي قومانداني وياند ضيا درانی وايې، چي کلينيک تيره شپه د دې ولسوالۍ د خيرتوت په سيمه کي سوځول شوی دی.
درانی وايي چې دا کار وسله والو طالبانو کړی دی او په اړه يې پوليسو پلټني هم پيل کړي دي. د نوموړي په وينا چي کلينيک د نژدې کليو په سطحه وو او دلته د ناروغانو درملنه کيدله خو د کندهار د والي وياند صميم خپلواک او د عامي روغتيا رياست بيا په سيمه کي يوازي د يوه امبولانس د سوځيدو خبره مني او وايې چې امبولانس دوه شپي وړاندي په ياد کلي کي د ناپيژاندو کسانو له لوري سوځول شوی دي.
Leave a Reply