کندهار کې ماین چاودنې ۴۶ ملکیانو ته مرګ ژوبله ور اړولې

کندهار کې ماین چاودنې ۴۶ ملکیانو ته مرګ ژوبله ور اړولې

د کندهار ولایت خاکرېز ولسوالۍ اړوند درازاب سیمه کې د ملکي وګړو پر هغه مازدا ډوله موټر ماین چاودنه کړې چې له هلمند څخه د شاه اغا زیارت ته روان و.

د کندهار والي حیات الله حیات وایي، پېښه کې وژل شوي ټول ملکي وګړي دي.

سرچینو رسنیو ته ویلي چې په نننۍ چاودنه کې ۱۱ ملکي وګړي په شهادت رسېدلي دي او ۳۴ ټپیان دي.

حیات ټینګار کړی چې دا ماین طالبانو ځای پر ځای کړی و.

د کندهار روغتیايي مسوولینو ویلي چې د یو شمېر ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

شهیدانو او ټپیانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.

طالبانو تر اوسه د حیات الله حیات د شوې  ادعا په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.