کندهار کې هر کال د کبانو غوښې له تولید ۹ میلیونه ډالر تر لاسه کېږي

کندهار کې هر کال د کبانو غوښې له تولید ۹ میلیونه ډالر تر لاسه کېږي

هر کال کندهار ولایت کې د کبانو د تولید له لارې ۹ میلیونه ډالر تر لاسه کېږي

شینهوا خبري اژانس خبر ورکړی چې په کندهار کې په کلني ډول څه باندې ۹ میلیون ډالرو د تازه کبانو د غوښې له تولید څخه ترلاسه کیږي.

 رپوټ کاږي چې یوازې په کندهار کې دا مهال څه باندې ‍۱۵ سوه فارمونه فعال دي چې په میاشت کې تر یو نیم زر ټنو زیات ماهیان بازار ته وړاندې کوي.

 همدغه رپوټ وايي چې څه باندې ۳۵۰۰ تنه نیغ په نیغه او ترې د زیات په غیر مستقیم ډول د کبانو د روزنې په فارمونو کې په دنده بوخت دي.

په دې وروستیو کې د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د کبانو د روزنې فارمونه زیات شوي او د حکومتي ملاتړ او د څارویو د غوښې د بیې پورته له کبله دغه ډګر ته پام زیات شویدی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.