که آی اس آی نه وای پاکستان به له منځه تللی وای

ملک ستیزیو له هغو برنامو چې د پاکستان د سیاسي نظام د ثبات تضمین یې کولای شو، د پاکستاني د استخباراتي ادرې ای اس ای رامنځ ته کول وو. ددې تفکر ابتکار او رهبري په ۱۹۴۸ کال د بریتانیا کار و. اما په چټکۍ سره د امریکا سي ای اې، د اسرایلو موساد، د سعودي استخبارات او د ایران ساواک له دغې بهیرسره یوځای شول. بریتانویانو د (‌لویې لوبې) د پراختیا لپاره په پاکستان کې اسلامي نظام غوره وسیله ګڼله چې د اتلسمې پېړۍ په وروستیو کې په سیمه کې پیل شوې وه.

اګر چې تازه خپلواکۍ ته رسېدلي هندوستان له سیکولر افکارو، مدبرانه رهبرۍ او ملي ګرا خاصیت سره ددې رول لوبولو ته تمایل ندرلود مګر بل اړخ ته ددې رول د غښتلتیا لپاره آی اس آی حیاتي ارزښت درولود. له بلې خوا د آی اس آی له تخصصي او تخنیکي تقویې سره د بریتانیا استعماري لیدلوری پیاوړی کیدای شوای. په دې برخه کې انګریزانو له یاد استخباراتي تفکر سره د لودیځ ټولنې د همغږه کوونکي رول هم ولوباوه.

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د ساړه جنګ پیلیدو د انګریزانو دا وړاندوینه په حقیقت بدله کړه او آی اس آی په سیمه کې د لودیځ د فکري جګړې د اصلي لوبغاړي په توګه وځلید. په لومړیو کې آی اس آی د اوسني پاکستان او هند په سرحدونو او کشمیر کې شخړو ته لاس وغځاوه او د بریتانیا د فکري استعمار د حضور د زبات لپاره یې هڅې وکړې. په اتیایمه لسیزه کې سوړ جنګ افغانستان ته وغځېد. دې جګړې د آی اس آی بنسټ وسپنیز کړ. په ۱۹۸۰ کال د کارتر- برژنسکي ددکتورین لومړنۍ ۸۰ میلوني مرستندویه کڅوړه دې جوړښت ته ډالۍ شوه چې وکولای شي، د افغان مجاهدینو لومړنۍ ډله تجهیز، تمویل او غښتلې کړي.

په ۱۹۸۲ کال آی اس آی د سعودي عربستان په مرسته (د افغانستان د جهاد دملاتړ صندوق) جوړ کړ او ۱۶۰ میلیون ډالره یې پکې واچوال. ورپسې دا صندوق د عربي هېوادونو او فارس خلیج له اووه سوه میلونو ډارو ډک کړای شو. ددې صندوق یوازې ۳۰ سلنه پیسې مجاهدینو ته رسېدې پاتې پیسې د پاکستان د نظامي اهدافو د پراختیا او د آی اس آی د پیاوړتیا لپاره کارېدې. ددې صندوق بودجه د بلوچستان په جدايي طلبانو، خیبر پښتونخوا او منټال په سیمو کې د پاکستانیزم د تفکر د پراختیا او تعمیم لپاره کارېدې او پاکستان ته یې له پاشل کېدو نجات ورکاوه.

له بلې خوا د ۱۹۸۰ کلونو په پیل کې شورویانو اتیا ملیارده ډالر خپل ملاتړي دولت ته د فکري او جنګي لګښتونو په موخه ورکول. افغانان د نړۍ د استخباراتو په جنګیالیو بدل شوي وو. زیاتي ناوخته شوې وه، جګړه د آی اس آی له محور څخه د سي ای اې او کې جي بي میدان ته غځېدلې وه، افغانانو یو بل وژل او پاکستان ددې جګړې له برکته خپل بیلتون غوښتونکي ایالتونه په اسلام اباد کې د فدرالي دولت په چاپېریال راوڅرخول.

Leave a Reply

Your email address will not be published.