که د ټاکنو کمیسیون هم پنځوس پنځوس شي نو هیواد به بحراني شي

احمد یوسف نورستانيد ټاکنو د خپلواک کمیسیون پخوانی ريیس احمد یوسف نورستاني وايي چې په حکومت د کورنیو او بهرنیو فشارونو د کمولو او د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره د لارې پرانیستو په  موخه یې دنده پریښوده

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پخواني رییس احمد یوسف نورستاني نیژدې دری کاله د دغه کمیسیون د رییس په توګه دنده ترسره کړه.

په ده تور و چې د ټاکنو په مدیریت کې د پاتې راتلو له کبله ټاکنې بحراني شوې. ښاغلي نورستاني چې له خپلې استعفا وروسته یې لومړي کنفرانس کې خبرې کولې وویل دی د فشارونو له کبله نه دی اړ شوی چې له دندې لاس په سر شي بلکې خپله پریکړه یې وه. د هغه په وینا ولسمشر ده ته د ځينو نورو دندو وړاندیزونه هم کړي دي.

ده د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په پاتې غړو غږ وکړ چې هیڅ ډول لاسوهنو ته اجازه ورنکړي.  نورستاني وايي هیڅوک هم د کمیشنرانو د ګوښه کولو واک نلري.

ښاغلی نورستانی وايي لاهم حکومت د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره مشخص تعریف نلري او که کمیسیون د رهبرانو تر منځ سم په نیمه وویشل شي، هیواد به له بحران سره مخامخ شي.

دی وایی که د رای ورکوونکو کره شمیره معلومه نه شي، امنیت ډاډمن نه شي او برېښنايي تذکرې ونه ویشل شي، راتلونکې ټاکنې به هم له درغلیو سره مل وي.

دی وايي که د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون رییس هم د دغه لاره غوره کړي، نو فشارونه به نور هم کم شي. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رییس وايي چې د غوراوي پخوانۍ کمیټه باید ډير ژر یو تن د کمیشنرانو له ډلې د ريیس په توګه معرفي کړي. د ښاغلي نورستاني په باور که له کمیشنر پرته کوم بل څوک د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په توګه غوره شي، د کمیسیون غړي به د دې کار اجازه ورنکړي. دی ویره څرګندوي که کمیسیون هم پنځوس – پنځوس وویشل شي، حکومت به له بحران سره مخامخ شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.