کورنیو چارو وزارت د وسلو جواز پر اخېستو محدودیتونه ولګول

کورنیو چارو وزارت د وسلو جواز پر اخېستو محدودیتونه ولګول

 

د کورنیو چارو وزارت لخوا په تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې وروسته په اسانۍ څوک نه شي کولای د وسلو جواز واخلي.

کورنیو چارو وزارت وايي، له دې وروسته ټول هېواد کې یوازې هغو کسانو ته جواز ورکوي، چې د مالیې  وزارت د مالیه ورکوونکو په نوملړ کې شامل وي.

د کورنیو چارو وزارت په وینا، تر هغه چې د وسلو د جواز اخېستونکي د مالیې وزارت د مالیې د ورکړې مکتوب ونه لري، د وسلو جواز به تر لاسه نه شي کړی.

کورنیو چارو وزارت تېره ورځ هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، چې کابل ښار کې يې د درنو سلو په لېږد رالېږد بندیز لګولی دی او که چا د پولیسو له امر سر غړونه کړه، پولیس د ډزو حق نه لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.