کورنیو چارو وزارت: د پنجشېر لپاره د طالبانو مرستیال والي مو وژلی دی

کورنیو چارو وزارت: د پنجشېر لپاره د طالبانو مرستیال والي مو وژلی دی

محور؛ یکشنبه، د زمري میاشتې ۱۳ مه: کورنیو چارو وزارت وايي: د ملي پولیسو ځانګړو قطعاتو ځواکونو د یو لړ ځانګړو او چاڼيزو عملیاتو په ترڅ کې چې تېره شپه یې د کاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ په اهنګرانو سیمهکې ترسره کړل، د پنجشېر لپاره د طالبانو مرستیال والي عبدالاحد چې په ذولفقار مشهور دی وژلی دی.

د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه کاږي، چې د علمیاتو په ترڅ کې د ذولفقار ۵ ملګري هم وژل شوي دي.

د خبر پاڼې پر اساس، دغه راز په دغه عملیاتو کې د وسله طالبانو څخه لاسي بمونه، راکټ انداز، نظامي تجهیزات او لسګونه میله سپکې او درنې وسلې د ملي پولیسو ځانګړو قطعاتو منسوبینو لاس ته لویدلي او یو شمېر وسایط یې هم لمنځه تللي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي: د وسله والو طالبانو دغه نومول شوي مرستیال د کاپیسا ولایت او د یاد ولایت هم سرحده ولایتونو او یو شمېر سیمو په ناامنیو کې هم اساسي رول لره.

Leave a Reply

Your email address will not be published.