افغان امنیتي بنسټونو د پنټاګون راپور رد کړ

افغان امنیتي بنسټونو د پنټاګون راپور رد کړ

ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د امریکا د دفاع وزارت هغه راپور رد کړی چې ګنې دغه وزارتونو کې فساد شتون لري

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د دې راپور په غبرګون کې د دوشنبې پر ورځ رسنیو ته ویلي:  کورنیو چارو وزارت د فساد ضد مبارزه کې بریالی و او دې برخه کې زیاتې لاسته راوړنې هم لري

هغه ویلي، د یو سالم مدیریت له امله اوس د افغان سرتېرو ظرفیت لوړ شوی دی

دفاع وزارت هم د پنټاګون د راپور په رد کولو ټینګار کړی چې په دې اړه به لا زیاتې څېړنې وکړي او جزییات به یې له رسنیو سره شریک کړي

بلخوا د ولسي جرګې ځینو غړو بیا ویلي، که څه هم افغان حکومت له فساد سره مبارزه کې زیاتې هڅې کړي دي؛ خو په وینا يې چې لا هم دغه هڅې بسنه نه کوي

د امریکا دفاع وزارت وړمه ورځ راپور خپور کړ، چې ګنې ملي دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت کې پراخ فساد موجود دی

Leave a Reply

Your email address will not be published.