کوماندو ځواکونه وایي ژر به «ډنډغوري» پاک شي

ډنډغوريد افغانستان د ملي دفاع وزارت وایی تر راتلونکو ورځو پورې به د بغلان «ډنډغوري» سیمه له وسله والو طالبانو پاکه شي. په بغلان کې د کوماندو ځواکونو مسولین وایي په دغه سیمه کې یې د دښمن مهم سنګرونه نیولي دي.

د کوماندو د عملیاتي فرقې د لومړی لیوا ویاند احمد جاوید سلیم وایی په تیرو څلورویشت ساعتونو کې د ډنډ غوري د «عرب تپې» سیمه نیولې او ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوی او اوه نور ټپیان دي.

د کوماندوځواکونو وایی د ډنډ غوري د «اکاخیل» کلی یې له وسله والو پاک کړی او د «احمدزیو» په کلي کې عملیات دوام لري.

په بغلان کې د دې عملیاتو مسولین وایی وسله والو په کلیو او لارو کې ماینونه ایښي چې تراوسه یې یوازې په «اکاخیلو» کلي کې له لسو ډیر ماینونه شنډ کړي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.