کومانډویانو د طالبانو بل زندان هم مات کړ

کومانډویانو د طالبانو بل زندان هم مات کړ

افغان کومانډو ځواکونو تېره شپه د زابل ولایت نوبهار ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د طالبانو پر زندان چاپه وهلې ده.

 

ملي دفاع وزار وايي، افغان ځواکونو د طالبانو زندان مات کړی دی او په کې بندي ۲۸ کسان یې ترې ژغورلي دي.

 

د ملي دفاع وزارت په وینا، د خوشې شویو کسانو په ډله کې ۱۶ ملکي وګړي دي او ۱۲ نور امنیتي ځواکونه دي.

 

دفاع وزارت خبر  ورکړ چې خوشې شوي کسان تر درملنې لاندې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.