دفاع وزارت: د طالبانو د څوو ولایتونو د سرې قطعې مسوول ووژل شو

دفاع وزارت: د طالبانو د څوو ولایتونو د سرې قطعې مسوول ووژل شو

د ملي دفاع  وزارت ویاند غفور احمد جاوېد په یوې خبري ناسته کې ویلي،  د پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر او غزني ولایتونو لپاره د طالبانو د سرې قطعې قوماندان بلال ځدراڼ تېره شپه د کومانډو سرتېرو د عملیاتو پر مهال وژل شوی دی

د ملي دفاع  وزارت د ویاند په وینا، پر طالبانو د افغان کومانډویانو بریدونه ورځ تر بلې زیاتېدونکي دي او د هغوی زیاتره مشران بهر ته تللي دي.

جاوېد وايي، تېره شپه د افغان سرتېرو د کندهار په میوند ولسوالۍ کې هم عملیات کړي و، چې ۳۵ طالبان يې وژلي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.