کوم هېوادونه دداعش ملاتړ کوي؟

ترکي تروريستاند عراق د پارلمان ددفاع او امنیت د کمیسیون ریس ویلي روسیه د تروریزم پرضد جګړه کې تر امریکا جدي ده او عربستان، قطر او ترکیه په سوریه کې او عراق کې د خلکو د وژلو مسوول دي.

حاکم الزاملي ټینګار کوي چې په سوریه کې د ترهګرو پرضد د روسیې هوايي بریدونه به عراق هم وهڅوي چې پخپله خاوره کې له روسیې څخه د تروریزم پرضد د مبارزې د پیلولو غوښتنه وکړي.

الزاملي چې د المیادین له شبکې سره یې خبرې کولې په ډاګه کړه. عراق او سوریه د داعش ترهګرو پرضد د جګړې واحده صحنه ده. ده له ترهګرو څخه د قطر، ترکیې او سعودي ملاتړ چې ګویا هغوی منځلاري مخالفین دي، وغندلو او ویې ویل: دا ترهګرې ډلې چې یاد درې هېوادونه یې معتدل مخالفین ګڼي، په حقیقت کې د حبهه النصر په څیر ترهګرې ډلې دي، او ترکیه، قطر او عربستان د خپلو پیسو او فتواوو په زور په ترورېزم پراختیا کې مستقیمه ونډه لري.

الزاملي وايي: ترکیه خارجې جنګیالیو ته روزنه ورکوي او له خپلو سرحدونو سوریې او عراق ته د هغوی په اوښتو کې مرسته کوي، نو همدا له ترهګرۍ ښکاره حمایت دی. ده زیاته کړه، له ترهګرۍ سترګې پټول، او د امریکا د بې تاثیره حملو په څیر د جدي جګړې نشتوالی ددې سبب شوی چې ترهګري ټولې نړۍ ته وغځېږي.

د عراق د پارلمان د امنیت او دفاع کمیسیون ریس وايي: روسیه دترهګرۍ پرضد جګړه کې تر امریکا جدي ده، ځکه امریکا باور لري چې سرحدونه یې لرې دي او داعش هلته نشي رسېدلای. مګر له یاده مه باسئ چې په اوږدمهال کې امریکا هم دترهګرۍ له حملو خوندي نه پاتې کېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.