کونړ کې د داعش او طالبانو جګړه؛ ۵۱ طالبان د سولې پروسې سره ځای شوي

کونړ کې د داعش او طالبانو جګړه؛ ۵۱ طالبان د سولې پروسې سره ځای شوي

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د افغان ځواکونو د ځمکنیو او هوايي بریدونو په مهال زیات شمېر وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

 

افغان هوايي ځواکونو تېره شپه د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ په جات کوتګي او سنګکا سیمو کې هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې ۱۰ طالبان وژل شوي دي.

 

همدا شان تېره شپه ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو او پچیراګام ولسوالیو کې یو لړ عملیات ترسره کړي چې درې مهم داعش سروګروپان په کې وژل شوي دي.

 

په همدې حال کې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې هم افغان ځواکونو د داعش په یوه مرکز چاپه وهلې چې له امله یې دوه داعش قوماندانان وژل شوي دي.

 

تېره ورځ د غزني ولایت په مرکز کې له افغان ځواکونو د نښتې پر مهال ۱۰ طالبان وژل شوي دي.

 

بلخوا بیا هلمند کې د جلا ـ جلا عملیاتو پر مهال چې تېره ورځ او شپه ترسره شوي دي، ۴۳ طالبان په کې وژل شوي دي.

په همدې حال کې د کونړ ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې د داعش ډلې د بریدونو او فشارونو له امله، ۵۱ طالبان له وسلو سره یو ځای افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.