د کونړ ځایي چارواکي وایي چې په ياد ولایت کې امنیتي سرتیرو د داعش ډلې پنځه قومندانان وژلي دي.
نن شنبه د کونړ والي عبدالستار میرزکوال رسنیو ته ویلي چې افغان امنیتي سرتېرو د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې د داعش ډلې پنځه قومندانان وژلي دي.
د کونړ والي وایي، “دغه عملیات د ملي امنیت ریاست او نړیوالو ځواکونو په ګډو همکاریو د مزار درې په سیمه کې په لار اچول شوي و، چې په پایله کې د داعش ډلې پنځه قمندانان ووژل شول او زیات شمیر وسلې او مهمات ترې تر لاسه شوي دي.”
د میرزکوال په خبره په دغه عملیاتو کې د داعش ډلې څوارلس غړي ژوندي نیول شوي چې دوه تنه یې بهرنیان دي.
د کونړ والي زیاتوي چې په یادو عملیاتو کې ملکې خلکو ته زیان نه دی اوښتی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد يه ځینو سیمو کې د وسلهوالو طالبانو او داعش ډلې ترمنځ هم جکړې زور اخستی
Leave a Reply