کونړ کې د پاکستانیو ځواکونو توغندیز برید ۳ ماشومان شهیدان کړل

کونړ کې د پاکستانیو ځواکونو توغندیز برید ۳ ماشومان شهیدان کړل

محور؛ چهارشنبه، د وږی میاشتې ۶ مه:

نن مخکې له غرمې د کونړ ولایت دانګام ولسوالۍ په اړوند سیمه کې پاکستانیو ځواکونو راکېټي بریدونه کړي دي چې له کبله يې درې ماشومان شهیدان او ۶ نور ټپیان دي.

د کونړ ولایت سیمه ییز مسوولین وايي: دا پېښه نن سهار رامنځته شوې ده.

شهید شوي ماشومان یو حوز کې پر لمبا وهلو بوخت و چې راکېټ پرې لګېدلی دی.

پاکستانیو ځواکونو تېره ورځ هم یو شمېر توغندي پر کونړ ولایت توغولي وو.

افغان حکومت تېره ورځ ملګرو ملتونو ته د پاکستان د توغندیزو بریدونو له امله شکایت وکړ.

شکایت پاڼه کې ویل شوي وو چې پاکستان باید خپل توغندي بند کړي او تر څنګ دې د افغانستان هوايي حریم ته درناوی وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.