کونړ کې عملیات؛ ملي امنیت وایي ۲۰ طالبان يې وژلي دي

کونړ کې عملیات؛ ملي امنیت وایي ۲۰ طالبان يې وژلي دي

د ملي امنیت عمومي ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې چې د کونړ ولایت دانګام ولسوالۍ په سور دره کلي کې يې ۲۰ طالبان وژلي دي او درې کسه نور يې نیولي.
خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي: عملیاتو کې د کرامت په نوم د طالبانو یو سرګروپ هم شامل دی.
ملي امنیت د نیول شویو کسانو نومونه دروېش، حضرت خان او زر محمد یاد کړي دی.
له نیول شویو کسانو څخه ۹ میله بېلا بېل ډوله وسلې، ۲ کړۍ ماینونه، ۳ پایې مخابرې او ۳۹ کیلو ګرامه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.