کوټه كې اوه افغانان تښتول شوي

تفتاند پاكستان د بلوچستان ايالت په كويټه ښار كې اوه افغانان تښتول شوي دي. د پاكستان امنيتي چارواكي وايي چې تښتوونكو دا كسان د ايران پولې ته څيرمه تير ماښام په تفتان سيمه كې تښتولي دي.

دا چارواكي وايي د دغو كسانو د تښتولو پروخت نښته هم شوې چې دوه نور كسان په كې ټپيان شوي دي. سرچينه وايي تښتوونكو دا افغانان يوه نامعلوم ځاى ته ليږدولي او دې ټپيانو حالت جدي بلل شوى دى.

پاكستاني رسنۍ وايي امنيتي ځواكونو د دغه كسانو د نيولو په موخه عمليات پيل كړي دي. د پاكستان پوليس وايي هيڅ نه پوهيږي چې دا كسان چا تښتولي دي. تراوسه ددې تښتونې مسوليت چاپرغاړه نه دى اخيستى.

Leave a Reply

Your email address will not be published.