کوټه كې چاودنې څوارلس تنه ووژل

بلوچستاند پاكستان د بلوچستان ايالت په مركز كوټه ښار كې د ګوزن د واكسين يوه مركز ته څيرمه چاودنه وشوه. په دې چاودنه كې څوارلس تنه وژل شوي او له لسو ډير ټپيان دي. د  بلوچستان د كورنيو چارو ايالتي وزير وايي په وژل شويو كې ديارلس پوليس او يو بل ملكي دى.

د كوټې د پوليسو يوه چارواكي ويلي په چاودنه كې له اته كيلوګرامه چاوديدونكو توكو استفاده شوې ده. دا چارواكى وايي وژل شويو سرتيرو د واكسينو د مركز ساتنه كوله.

ويل كيږي د چاودنې په سيمه كې نيژدې ودانۍ هم زيانمنې شوې دي. له چاودنې وروسته په دې ښار كې واكسين هم درول شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.