کوېټه کې چاودنه؛ رسنۍ وايي د ملا هبت الله ورور احمدالله په کې وژل شوی

کوېټه کې چاودنه؛ رسنۍ وايي د ملا هبت الله ورور احمدالله په کې وژل شوی

محور؛ جمعه، د زمري میاشتې ۲۵ مه:

پاکستانۍ رسنۍ وايي: نن د جمعې له لمانځه وروسته د بلوچستان کوېټې ښار کچلاغ سیمه کې زورورې ماین چاودنې د ملا هبت الله ورور مولوي احمدالله وژلی دی.

د رسنیو د وروستیو راپورونوله مخې، د برید هدف د طالبانو ډلې مشر ملا هبت الله و، خو  هغه نن د جمعې لمانځه ته نه و راغلی.

د بلوچستان امنیتي چارواکو څرګنده کړې، کچلاغ سیمه د افغان طالبانو تر واکمنۍ لاندې ده او هغوی په کې آزاد تګ راتګ کوي.

ماین جومات کې ځای پر ځای شوی و.

رسنیو څرګنده کړې چې په دې چاودنه کې د طالبانو د کوېټې شورا ۱۰ غړي وژل شوي دي او۲۵  نور ټپیان دي.

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د کوېټې د پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو د سیمې اوسېدونکو د ملا هبت الله د ورور وژل تایید کړي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.