کی: ځینې طالب جنګیالي روغې جوړې ته لېواله نه دي د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي نیکولاس کی ویلي، داعش لا هم د افغانستان لپاره جدي ګواښ دی. نوموړي څرګنده کړې چې له طالبانو سره د سولې توافق به تاوتریخوالی زیات را کم کړي؛ خو د داعش القاعده شبکې ګواښ به لا هم پر ځای وي. هغه ویلي، د داعش ګواښ باید جدي ونیول شي؛ نوموړي ویلي چې مونږ به له داعش سره مبارزه کې د افغان ځواکونو روزنې او هغوی ته د مشورې بهیر ته دوام ورکړو. کي اندېښنه ښودلې چې د طالبانو یو شمېر سخت دریځي جنګیالي روغې جوړې ته چمتو نه دي.
Leave a Reply