ګاونډیو هېوادونو ته د ولسمشر خبرداری

ګاونډیو هېوادونو ته د ولسمشر خبرداری

ولسمشر محمد اشرف غني د کندهار په ۲۰۵ اتل قول اردو کې د خپلې وینا پر مهال ګاونډیو هېوادونو ته خبرداری ورکړی دی.

د هېواد ولسمشر ګاونډیو هېوادونو ته په خطاب کې وویل، که مونږ منئ، مونږ مو منو، غېر له هغې د افغانستان اردو او مسلح قوه حاضر دي چې تر اخرې قطرې له خپلې خاورې څخه دفاع وکړي.

ولسمشر ټینګار وکړ اوس ټولې نړۍ منلې چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له تېرو شپږو میاشتو راهېسې له دفاعي حالت څخه وتلي دي او تعرضي حالت نه ننوتي.

ښاغلي غني  وویل، افغان ځواکونو د افغانستان د دښمنانو هغه دسیسه شنډ کړه چې غوښتل یې نظام سقوط او دا خاور په څوو برخو ووېشل شي.

هغه زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه د خدای ج، وطن او ناموس لپاره د پوځ لیکو ته تللي دي.

ولسمشر دولتي چارواکو او نورو اړوند مسوولینو ته خبرداری ورکړ، که يې د امنیتي ځواکونو په جنازه کې برخه وانخېسته او درناوی يې ونه کړ، دولت کې نور ځای نه لري.

د هېواد ولسمشر د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب مننه وکړه چې د امنیتي ارګانونو ترمنځ يې زیاته همغږي رامنځته کړې.

هغه خبرداری ورکړ چې سوله یې هدف او لار ده؛ خو هېڅکله به د امنیتي ځواکونو په قربانیو معامله  ونه کړي.

د ولسمشر په خبره، که څوک فکر کوي چې امنیتي ځواکونه به بیا ړنګ کړي، د جګړې په میدان کې دې راسره مالومه کړي.

ولسمشر ډاډ ورکړ چې د سولې تر تامین وروسته به د امنیتي ځواکونو په شمېر کې کموالی را نه شي.

ولسمشر باور وښود چې د هرې ورځې په تېرېدو سره پر ځان بسیا کېږو، سږ کال د افغانستان صادرات یو میلیارد و او راتلونکی کال به دوه میلیاردو ته پورته شي.

د هېواد ولسمشر ټینګار وکړ چې د سولې تر تامین وروسته به امنیتي ځواکونه یواځینی ادرس وي چې مشروع قوه به یې لاس کې وي.

هغه امنیتي ځواکونو ته په خطاب کې وویل، ددې هېواد پر وړاندې هر راز دسیسې شنډې کړئ.

Leave a Reply

Your email address will not be published.