ګراهام: د طالبانو پر ژمنو باور مه کوئ

ګراهام: د طالبانو پر ژمنو باور مه کوئ

محور؛ شنبه، د زمري میاشتې ۲۶ مه:

جمهوریت غوښتونکي مخکښ امریکايي سناټور لېنډسي ګراهام ویلي، چې د طالبانو پر ژمنو باور کول ستره تېروتنه ده.

هغه ټینګار کړی، پر طالبانو ددې لپاره باور کول چې دغه ډله به له داعش، القاعده او نورو ټرورېسټي شبکو سره اړیکې پرې کړي او د هغوی پر ضد به مبارزه وکړي، داسې ده لکه مخکېني جمهور رییس بارک اوباما چې له ایران سره پر اټومي هوکړې بده معامله وکړه.

د هغه په خبره، هره هغه هوکړه چې په افغانستان کې د ترهګرۍ مخنیوي یو پیاوړی امریکايي ځواک شتوالی ردوي، د سولې هوکړه نه ده.

نوموړي ټینګار کړی چې د سولې ناوړه پرېکړه به په نړیواله کچه سختدریځي لا پیاوړې کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.