ګراهام: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو کاږل نامعقوله کار دی

ګراهام: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو کاږل نامعقوله کار دی

د امریکا “ډېفېنس نیوز” راپور ورکوي د متحده آیالتونو د کانګرس غړي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو خبرداری ورکړی او دا يې یو “نامعقول” کار بللی دی.

د کانګرس غړی لېنډسي ګراهام د جمعې په ورځ وویل چې په افغانستان کې د امریکا حضور د “القاعده او داعش په څېر ترهګرو ډلو د بیاراپورته کېدو پر وړاندې یو ډول تضمین” دی.

هغه وايي: “زه هیله من یم د ټرمپ اداره به د طالبانو دا عبث غوښتنه هېڅ ونه مني چې وايي امریکايان دې په ۱۸ میاشتو کې دننه ووځي – که وضعیت هر ډول وي هم.”

دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې زلمی خلیلزاد کپېټل هېل (د امریکا کانګرس) ته ورغی او څو اونۍ وروسته له هغه کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ومنله چې امریکا له افغانستانه خپل ځواکونو وباسي، خو نېټه يې یاده نکړه.

سناتور ګراهام د ولسمشر ټرمپ ملګری او د سنا د قضايي جرګه ګۍ مشر دی، او په تېرو څو میاشتو کې يې هڅه کړې چې ټرمپ ته قناعت ورکړي تر څو له افغانستانه ځواکونه ونه باسي، ځکه بیا په نږدې وخت کې د بلې سپټمبر یوولسمې پېښې شونتیا وي.

ګراهام وايي: موږ یوې سمې هوکړې ته اړتیا لرو، نه یوې پلاستیکي هوکړې ته.

Leave a Reply

Your email address will not be published.