ګراهام: له افغانستانه د ځواکونو اېستل “بېباک او خطرناک’ کار دی 

ګراهام: له افغانستانه د ځواکونو اېستل “بېباک او خطرناک’ کار دی 

محور؛ شنبه، د زمري میاشتې دولسمه: د امریکا ‘واشنګټن پوسټ’ لیکي چې د امریکا یو سناټور لېنډسي ګراهام له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وېستلو اړوند د ټرمپ ادارې ته خبرداری ورکړی دی او ویلي يې دي، په داسې مهال د ځواکونو وېستل یو “بېباک او خطرناک’ کار دی  چې په اغفانستان کې د ترهګرو ګواښ لاپاتې دی.

هغه ویلي په افغانستان د داعش او القاعده ترهګریز ګواښ موجود دی او طالبان دغه ځواکونه نشي کنټرولولای که چېرته له طالبانو سره سوله هم وشي.

ګراهام له واشنګټن پوسټ سره په یوه ټیلیفوني مرکه کې ویلي چې له افغانستان څځه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا امنیت له ګواښ سره مخ کوي او په وتلو سره امریکا بیا د خپل ځان خوندي ساتلو هغه وړتیا له لاسه ورکوي چې اوس يې لري.

کرهام وايي چې ټرمپ د خپل ۲۰۲۰ ټاکنیز کمپیاین د لنډمهاله ګټې لپاره له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو وېستلو له د امریکا اوږدمهاله سیاسي ګټو سره لوبې کوي.

دی زیاتوي: “دا یوه سیاسي پرېکړه ده نه پوځي، او دا به له عراق څخه د اوباما په لاس د امریکایي ځواکونو وېستلو څخه هم ګرانه تمامه شي.”

Leave a Reply

Your email address will not be published.