ګراهم: افغان جګړه باید د خبرو له لارې پای ومومي

ګراهم: افغان جګړه باید د خبرو له لارې پای ومومي

 

امریکايي سناتور لیندسي ګراهم تېر ورځ پاکستان کې یوې خبري غونډې ته ویلي: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ باید د افغانستان او پاکستان له مشرانو سره د جګړې د پای په هدف وګوري.

ګراهم ویلي، افغانستان کې روانه جګړه باید د خبرو او پخلاینې له مخې پای ته ورسېږي.

ګراهم دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د ځینو ر اپورونو په حواله، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلان لري چې له افغانستان څخه نیمايي امریکايي ځواکونونه وباسي، هغه څه چې په خپله امریکا کې يې هم یو لړ اندېښنې راپورته کړي دي.

یو شمېر امریکايي چارواکو ویلي: که سرتېري له افغانستان بهر شي، ممکن د دغه هېواد وضعیت خراب شي.

د افغان حکومت د ملي امنیت سلاکار بیا په یوې تازه مرکه کې ویلي، د امریکايي ځواکونو وتل به د افغانستان په وضعیت چندان تاثیر ونه کړي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.