ګلاب منګل د ډنډ غوري د هوکړه لیک ننګه وکړه

گلاب منگلد بغلان یو شمیر اوسیدونکي وایي چې د دغه ولایت په ډنډ غوري سیمه کې د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت په منځګړیتوب شوې هوکړه د دې لامل شوه چې وسله وال طالبان په دې سیمه کې پیاوړي او د دولت پروړاندې جدي ګواښ وګرځي.

خو د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزیر ګلاب منګل د دغه هوکړې ننګه کوي او وايی ترهغه چې دا هوکړه عملي کیده هیڅ ستونزه نه وه او کله چې محلي چارواکو ترې سرغړونه وکړه نو طالبانوهم په دغه سیمه کې فعالیتونه له سره پیل کړل. هغه وایی دا هوکړه له خلکو سره شوې وه.

څو میاشتې وړاندې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر د بغلان ډنډغوري سیمې ته لاړ او هلته یې د سیمی د اوسیدونکو او دولتي چارواکو ترمنځ د داسې یوه تفاهم لپاره لاره هواره کړه چې په وینا يې په سیمه کې به ور سره امنیت ډاډمن شي.

په هغه هوکړه لیک کې راغلي وو چې دولتي ځواکونه به په سیمه کې عملیات نه کوي او وسلوال مخالفین به له دې سیمې وځي.

ګلاب منګل په هرات کې رسنیو ته ویلي چې دا هوکړه لیک په سیمه کې د امنیت د ټینګښت لامل شوی و او دی هیله من دی چې د ډنډ غوري له عملیاتو وروسته یوځل بیا د ناامنې ستونزه حل او د طالبانو د فعالیتونه مخه ونیول شي.

د سیمې د خلکو او حکومت ترمنځ داهوکړه لیک د بغلان محلي چارواکو دولایتی شورا رییس، د سولې د شورا رییس او په ملي شورا کې د دغه ولایت د یو شمیر استازو له خوا لاسلیک شوی و. اوس له اتو ورځو راپه دیخوا په ډنډ غوري سیمه کې د دولتی ځواکونو له خوا عملیات روان دي، خو ویل کیږي چې لاهم دولتي ځواکونو پرمختګ نه دی کړی. په سیمه کې پوځي چارواکو ویلي چې وسله والو طالبانو په دغه سیمه کې خورا کلک سنګرونو جوړ کړي او که هوایی ملاتړ ورسره نه وي نو ستونزمنه به وي چې دا سنګرونه ونیسي.

له بلې خوا د ملي دفاع وزارت چارواکو نن سه شنبه ویلي وو چې د ورځې تر پایه به داسیمه تصفیه کړي، خو له غرمې وروسته دا عملیات درول شوي دي. داچې لامل یې څه دی محلي چارواکو او په سیمه کې پوځي قوماندانانو تراوسه په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده. رپوټونه وايي چې هلته د جګړې له کبله د ژمي په دې ساړه موسم کې لسګونه کورنۍ بیځایه شوې دي.

هوکړه ليک
هوکړه ليک

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.