ګلبدین هکمتیار په طالبانو دسولې غږ کړئ

د حزب اسلامي مشر ګلبدین هکمتیار له افغان حکومت سره د سولې تر هوکړې وروسته نن په لغمان کې خپلې لومړنۍ غونډې ته خبرې وکړې.  نوموړي په دغه غونډه کې خبریالانو ته د سولې له پروسې سره د یو ځای کېدو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، له سولې یې موخه دا ده چې په ټول هېواد کې تل پاتې او حقیقي سوله ټینګه شي.

ګلبدین حکمتیار همدا راز پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې له جګړې لاس واخلي او هغه جګړه دې ودروي چې قربانیان یې یوازې افغانان دي. د حکمتیار په وینا، په روانه جګړه کې یوازې افغانان وژل کېږي، ګټې یې نورو ته رسېږي او ناخوالې یې راتلونکو نسلونو ته پاتې کېږي.

ده همدا راز د وسله والو طالبانو له لوري په جوماتونو او نورو عامه ځایونو کې د افغانانو وژل په کلکو ټکو وغندل او زیاته یې کړه، په جومات کې پر سجده دښمن هم نه وژنم. د حکمتیار په وینا په جومات برید له ټولو اسلامي او انساني حقوقو سره په ټکر کې عمل دی. حکمتیار ویلي، هغوی چې اوس د جهاد په نامه جګړه کوي، د خپلې جګړې لپاره هيڅ ډول شرعي او عقلي دلیل نه لري.

ده زیاته کړې، پر طالبانو غږ کوم چې له جګړې لاس واخلئ او د سولې له پروسې سره یو ځای شی او راتلونکو نسلونو ته یو امن او سوکاله افغانستان په میراث پرېږدئ. د حکمتیار په وینا اقتدار ته د رسېدو پخوانی لارې اوس بدلې شوې دي او د جګړې له لارې قدرت ته رسېدل ناشوني دي، نو جګړه نه ده په کار او هر څه له سوله ییزې لارې تر لاسه کېدای شي.

نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې ډيری ګاونډیو هېوادونو د افغانستان په نا امنۍ او جګړه کې خپله ونډه ادا کړې ده او زیاته کړې یې ده چې نور دې دغه هېوادونه د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي. ده همدا راز د نړۍ له ټولو هېوادونو وغوښتل چې که د افغانستان په سوله او سوکالۍ کې مرسته کوي نو دوی ترې مننه کوي، خو هغوی چې دلته خپله سیمه ییز رقابتونه راوړي د زغم وړ نه دي، دده په وینا نړیوال دې پرېږدي چې افغانان خپلې ستونزې پخپله حل کړي او د افغانستان په کورنیو چارو کې دې لاسوهنې نه کوي.

ده په پای کې وویل، چې ټول ملت دې قومي رقابتونه پرېږدي او له افغانستان دې د سولې او امن ګډ کور جوړ کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.