ګوګل نور پښتو ژباړه هم کوي

ګوګلد ګوګل ژباړونکي ته پښتو هم ورزیاته شوه. د ګوګل مسولین وایی دا ځل یې د پښتو په شمول دیارلس ژبې د ژباړې په برخه کې زیاتې کړې دي.

په هغه اعلامیه کې چې د ګوګل له خوا خپره شوې وایی په دې سره د ګوګل د ژباړې د ژبو شمیر ۱۰۰ ته ورسید. په افغانستان او خیبر پښتونخوا کې ګڼو خلکو د دې کار هرکلی کړی دی.

د افغانستان اجرایی رییس عبدالله عبدالله د ډیورنډ کرښې د دواړو خواوو پښتنو ته د دې کار له امله مبارکي ویلي ده.

ګوګل ژباړن لومړی په ۲۰۰۶ کال کې په کار پیل کړی و او په لومړی سر کې يې يوازې په انګريزي، روسي، عربي او چينايي ژبو ژباړه کوله، خو اوس په ۱۰۳ ژبو خدمتونه وړاندې کوي.

ويل کېږي دغه کار کولای شي د پښتو ژبې د ودې په برخه کې يو لوی رول ولوبوي او د دې ژبي د پرمختګ سبب شي. ګوګل پښتو ژباړه تراوسه یو لړ ستونزې لري چې تمه ده په راتلونکي کې حل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.