ګېلاني: منظور پښتون د بلې ګواښوونکې جګړې لوبغاړی دی

ګېلاني: منظور پښتون د بلې ګواښوونکې جګړې لوبغاړی دی

پیر اسحاق ګېلاني چې پکتیکا ته تللی و، هلته یې په ټینګار سره ویلي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ سر لاری منظور پښتون د بلې جګړې مهم لوبغاړی دی.

 

نوموړي د پښتون په سره خولۍ هم نیوکه کړې چې ګواکې د هندوانو ده او باید نوره په سر نه شي.

 

هغه د پکتیکا له اوسېدونکو غوښتي، هغه کسان چې د منظور پښتون سره خولۍ په سر کوي، باید پښې يې ماتې شي.

 

ګېلاني ټینګار کړی چې د منظور پښتون د سرې خولۍ ټغر باید نور له پکتیکا څخه ټول شي.

 

اسحاق ګېلاني ویلي، د پکتیکا خلک باید عبدالله عبدالله ته رایه ورکړي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.