د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي او د یوناما مشر تادامیچي یاماتو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي، چې تېرو ۱۲ میاشتو کې د جګړو له امله افغانان سخت ځورول شوي دي.
یاماماتو ټینګار کړی چې د سولې له شته فرصت باید ګټه پورته شي.
نوموړي افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې د جګړې د کمېدو لپاره دې لاس په کار شي.
دده په خبره راتلونکې ټاکنې ښيي چې افغانان سولې او ولسواکۍ ته ژمن دي.
تادامیچي پر نړیوالو غږ کړی چې د ترهګرۍ پر وړاندې د روانې مبارزې په برخه کې هم د افغانستان ملاتړ وکړي او په دغه هېواد کې د روان وضعیت په سمولو او سولې راوستلو کې خپله همکاري و نه سپموي.
Leave a Reply