یوناماچمتو دی چې د راتلونکو ټاکنو بودجه ورکړي

یوسف نورستانید افغانستان د ټاکنوخپلواک کمیسیون وایي که د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو له پاره بودجه ورته برابره نه شي نو دا ټاکنې به په هغه نیټه ونه شي چې دوی اعلان کړې ده. د دغه کمیسیون رییس احمد یوسف نورستاني وایی یوناما چمتو دی چې افغانستان ته دا بودجه ورکړي، خو چې حکومت یې په رسمي توګه ترې وغواړي.

هغه په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل له حکومت څخه یې د روان کال د مرغومي میاشتې په ۲۸مه نېټه د بودیجې غوښتنه کړې خو لا تر اوسه په دې برخه کې اقدام نه دی کړی.

یوسف نورستاني وايی: “که حکومت په ټاکلي وخت موږ ته بودیجه رانکړي، موږ خواشیني یو چې دا ټاکنې به په اعلان شوي وخت چې ۱۳۹۵ کال د میزان میاشتې ۲۴مه نېټه ترسره نه شو کړای.”

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس پر ځینو حکومتي اشخاصو او بهرنیو هیوادونو او موسسو هم تور ولګاوه چې غواړي د ټاکنیزو اصلاحاتو په نامه د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې وځنډوي.

که څه هم هغه د کوم چا یا هیواد نوم وانخیست خو له ولسمشرغني یې وغوښتل، چې د دغه لاسوهنې  مخه ونیسي.

ښاغلي نورستاني، د ټاکنیزو کمېسیونو د تشکیل، دندو او واکونو په اړه د افغان ولسمشر نوی تقنیني فرمان غیر قانوني وباله او یو ځل بیا يې ټینګار وکړ، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون اوسني چارواکي به تر هغې خپلو دندو ته دوام ورکړي، چې د دندې شپږ کلنه موده یې بشپړه شوې نه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنیزو کمېسیونو د تشکیل، دندو او واکونو فرمان چې نیږدې دوه اونۍ مخکې په پنځو فصلونو او ۲۹ مادو کې د افغان ولسمشر لخوا لاسلیک او په رسمي جریده کې خپور شوی، په کې د پام وړ بدلونونه راوستل شوي دي.

له دې مخکې فرمان، چې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې رییسانو ته په غوراوي کمېټه کې غړیتوب نه وو ورکړل شوی، ملي شورا رد کړی و.

Leave a Reply

Your email address will not be published.