یوناما د جګړې ښکېلو خواوو ته: له تاوتریخوالي ډډه وکړئ

یوناما د جګړې ښکېلو خواوو ته: له تاوتریخوالي ډډه وکړئ

محور؛ شنبه، د زمري میاشتې ۱۹ مهه؛

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ هېواد کې د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې د اختر شپو ورځو ته په درناوي دې له تاوتریخوالي ډډه وکړي.

د یوناما دفتر افغانانو ته د اختر مبارکۍ تر څنګ ویلي، هیله مند یو چې ټول افغانان د اختر شپې ورځې خپلو کورنیو سره د امن فضا کې تېرې کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې دفتر يې افغانستان کې د سولې له تامین او افغانانو بشپړ ملاتړ ته ژمن دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.