یوناما: د حکومت مخالفینو وروستیو بریدونو کې په قصدي ډول ملکیان هدف ګرځولي

یوناما: د حکومت مخالفینو وروستیو بریدونو کې په قصدي ډول ملکیان هدف ګرځولي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت یو ځل بیا د پوځي عملیاتو او بریدونو پر مهال د ملکیانو په مرګ ژوبلې ژوره اندېښنه ښوولې ده.

یوناما افغانستان کې د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې د ملکي وګړو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.

همدا راز یوناما د افغانستان د حکومت وسله وال مخالفین تورن کړي چې وروستیو ځانمرګو او موټر بم بریدونو کې يې په قصدي ډول ملکیان هدف ګرځولي  دي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما په خپل بیان کې زیاته کړې چې وسله‌والو مخالفینو تر ډېره په خپلو بریدونو کې چاودیدونکي توکي کارولي چې یوازې یې په کابل کې سلو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

تدامیچي یاماماتو زیاته کړې: پر ملکیانو بریدونه جنګي جرمونه او ان د بشریت ضد جنایتونه دي چې د جګړې ښکېلې خواوې یې هېڅ نه‌شي توجیه کولی.

تر دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر ویلي و چې افغان پوځیان د عملیاتو پر مهال د ملکیانو ژوند ته جدي پام کړي؛ خو د ملکیانو د تلفاتو لوی لامل وسله وال طالبان د ي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.