یوناما په کابل کې خپل ماموریت ارزوي

په کابل کې د يوناما له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې يان کوبېش په افغانستان کې د دې سازمان د ماموريت د ارزونې په موخه کابل ته راغلی او د خپل سفر په موخه کې به د يوناما ستراتيژيک ماموريت او هغه فعاليتونه چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له لوري يې د ارزونې غوښتنه شوې ده، و ارزوي.
د يوناما په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې يان کوبېش تېره مياشت هم د يوې اونۍ لپاره کابل ته راغلی و او له خپلو ملي او بين المللي همکارانو سره يې ليده کاته کړي وو. يوناما وايي، کوبېش به د خپلو پخوانيو ليدو کاتو په دوام دا ځل د ولسمشر محمداشرف غني په ګډون له ځانګړو همکارانو سره وګوري.
د يوناما د ستراتيژيک ماموريت د ارزونې پايلې به د روان کال د جولای مياشتې په لومړيو کې، ملګرو ملتونو ته وسپارل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.